فاټا کې پوځي عملیات ودروئ | Pashto

June 26, 2014 § Leave a comment

۲۲ جون ۲۰۱۴

موږ، لاسلیک کوونکي، غواړو چې د وفاق لاندې قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې روان پوځي اپرېشن دې سمدستي بند کړای شي. موږ فکر کوو چې د فاټا په سیمه کې د پخوانو شپږو “پرېکنده” عملیاتو په شان دا اپرېشن به هم د قبایلي سیمې د خلکو له پاره د کړاوونو او مرګونو زېری وي.

په شمالي وزیرستان کې اوسنی پوځي اپرېشن تش په نوم اپرېشن نه زیات هېڅ نه دی چې یواځې د فاټا د خلکو تکلیفونه به زیات کړي. کوم خلک چې دغه عملیاتو له پاره د “پوره پوره ملاتړ” نارې وهي هغه د دې عملیاتو د تاریخ (او اوسنی حالت) له پامه د خپل خطر په بیه غورځوي.

که څه هم موږ مذهبي سخت دریځي او شرخوښي په سخت ترینو ټکو غندو خو موږ باور لرو چې په پاکستان کې د مذهبي سخت دریځۍ ستونزې حل یواځې پوځي عملیات نه دي او نه په فاټا باندې د شرخوښۍ د خوندي ځای په توګه د ځانګړي پام تمرکز دی. زموږ غوښتې دا دي:

۱. په شمالي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې روان پوځي عملیات دې بې له ځنډه او په غېرمشروطه توګه ودرول شي.

۲. موږ غوښتنه کوو چې د فاټا خلکو ته د شرخوښۍ د ستونزې حل له پاره د خپلې خوښې لاره خپلولو حق ورکړل شي. د حل په دې پروسه کې د مزدورکارو، زمیندارانو، په فاټا کې د ښځو او لږکیو ټولنو شمولیت اړین دی – پوره پوره مسئولیت سره، د ازادو رسنیو په مخکې او د امنیتي حکومتي ادارو او د شرخوښو ډلو د فشار نه پاکه فضا کې.

۳. اولس ته د هغو خلکو نومونه، تفصیلات او شرخوښو سره د هغوی د مبینه اړېکو څرګندونه غواړو چې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.

۴. د فاټا خلکو له پاره د هغوی بنیادي حقوق لکه د سیاسي اړیکو درلودلو حق او قامي تعزیراتي قوانینو کې ورکړل شوي حقوقو سره سره د فرنټییر کراېمز رېګولېشن (اېف سي آر) سمدستي ختمېدنه او د فاټا سیمه د پاکستان مرکزي سیمو سره یو ځای کولو له پاره ګامونه غواړو.

۵. د فاټا د سیمې نظامي ناپرمختګ په بل مخ اړولو له پاره د خلکو د ښېګڼې له پاره د پرمختګ د یوې پالیسۍ جوړېدنه او عملي کېدنه غواړو.

۶. په ملک کې دننه د بې کوره شویو خلکو (اي ډي پيز)، چې نورو صوبو ته يې په داخلې باندې بندېز لګول شوی دی، سره دې متعصب چال چلند ختم کړای شي.

۷. امنیتي حکومتي ادارې دې د ستراتیجیکو هدفونو له پاره په پاکستان کې دننه او ګاونډیو هېوادونو لکه افغانستان کې د شرخوښو ډلو ملاتړ ختم کړي.

۸. د شرخوښو ډلو له پاره دې د فنډونو او ملاتړ سرچېنې، لکه په سعودي عربستان او د خلیج په نورو هېوادونو کې، قطع کړای شي.

۹. ښکېلاکي ځواکونو (لکه د امریکه متحده ایالتونه) او ادارو (لکه نړېوال بېنک او آی اېم اېف) سره دې ټولي دفاعي او غېرمنصافه تړونونه منسوخ کړای شي ځکه چې دا د نابرابر پرمختګ او مرکز نه د لرې پرتو سیمو نه د ناجاېزې ګټې اخستنې لامل ګرځي.

پاکستان یوه نوي ټولنیز تړون ته اړتیا لري چې د ټولو له پاره د رښتیني برابروالي په بنیاد ولاړ وي. دا د پاکستان پوځ او د مسلطې طبقې د شرخوښو ډلو او د امریکه او سعودي عربستان د ښکېلاکي قوتونو سره د پرله پسې اړیکو په ضد د عوامي پاڅون شورو کولو وخت دی. اړینه ده چې په پاکستان کې پرمختلونکي په هر حالت کې د خلکو د ملګرتیا، د ښکېلاک ضد، او د سرمایه دارانو خلاف سیاسي نظام له پاره هڅې وکړي او د دغه عارضي ګامونو په ملاتړ کې دې ځان نه ړندوي چې د اویا (۷۰) کالو ښکېلاکي غلامۍ او استحصال په بنسټ ولاړې سرمایه دارانه ترقۍ نه زېږېدلي تضادونه نور هم زیاتوي.

د پاکستان د خلکو سره اوږه په اوږه ودرېدو مطلب دا دی چې د امریکه ښکېلاک، پاکستاني پوځ او د هغوی لاسپوڅو لخوا راتپل شوی جنګ رد کړو. د پاکستان خلکو سره اوږه په اوږه دودرېدو مطلب دا دی چې د پوځ په مجرمانه کړنو خوښېدو پر ځای د دغه ادارې احستاب وکړو.

موږ وایو چې د پاکستان خلکو خلاف نور جنګ نه غواړو! 

(لاسلیک کونکي)

انګریزي کې بیان: https://progpak.wordpress.com/2014/06/22/stop-the-military-operation-in-fata/

 (ژباړن: عابد ریاض)

Tagged: , , ,

Leave a comment

What’s this?

You are currently reading فاټا کې پوځي عملیات ودروئ | Pashto at .

meta